پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د سروضې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله کې سروضې لوبډلې د ۴۲ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، زاول لوبډلې د ۳۸ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او خواجه بابا لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
