د بلخ ورزشي مسؤلین: لومړی ځل دی چې عمومي رئیس ته مخامخ خپلې اندېښنې 

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۲:۲۸
د بلخ ورزشي مسؤلین: لومړی ځل دی چې عمومي رئیس ته مخامخ خپلې اندېښنې 

د بدني روزنې او ورزش ریاست او المپیک ملي کمېټې له لوري د دې ادارې د رئيس په مشرۍ یو پلاوی د سلواغې مياشتې پر ۱۳ مه نېټه بلخ ولایت ته لاړ او هلته يې له نږدې د دې ولایت د ورزشي بهیر لیدنه او ارزونه وکړه.

یاد پلاوي په خپل سفر کې د دې ولایت د بدني روزنې ریاست له مسولینو او د فدراسیونو له رئيسانو سره ولیدل، د هغوی ستونزې يې واورېدې او د دې ولایت ورزشي بهیر يې له نږدې وڅاره؛ دغه راز له میدانونو او همدارنګه لوبو څخه يې هم له نږدې لیدنه وکړه او هلته يې په ځينو ښوونيزو او نظامي مرکزونو کې د لوبډلو د پرانيستې تر څنګ ځينې ورزشکاران هم تقدیر کړل.

بلخ ولا ته تللي پلاوي د دې ولایت د ځايي فدارسیونو له مسولینو سره ولیدل، د المپیک نړیوالې کمېټې له لوري ورزشکارانو سره د شوې مرستې، عصریې او ورزشي ځایونو په اړه يې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې او د المپیک ملي کمېټې رئيس ورته د لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د دې ولایت د ځايي فدراسیونونو مسولانو د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې له رئيس سره پر لیدنه او ناسته خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه دا لومړی ځل دی چې له عمومي رئيس سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکوي.

همدارنګه بلخ ته تللي پلاوي په دې ولایت کې فوتبال د روانو لوبو پر لیدنې سربیره د وزلوبې له هغه میدانه هم لیدنه وکړه چې د شوي تړون له مخې يې اقدامات نه و شوي او له قراردادي سره يې ستونزې پاتې وې.

د بدني روزنې رئيس ښاغلي نظر محمد مطمئين ځايي مسولانو ته د دې ستونزو د هواري ډاډ ورکړ او زیاتې يې کړه چې د هواري په موخه به ورته د پلان او پاليسۍ او تفتیش امر ور ولېږي

.

ياد پلاوي د دې سفر پر مهال د زرګونه مینوالو په منځ کې د وزلوبې سیالۍ هم له نږدې ننداره کړې او په پای کې يې غوره چاپ اندازانو ته د لا هڅونې په موخه ځينې ډالۍ هم ورکړې.

دوی همدارنګه په دې ولایت کې په نظامي، ښوونيزو او همدارنګه روغتيايي برخو کې هم د ورزش له بهیر لیدنه وکړه او له هغوی سره يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د بدني روزنې او ورزش رئيس سره مل پلاوي د دې ولایت په الفتح ۲۰۹ قول اردو او فیض عام مدرسه کې د واليبال د لوبډلو پرانيسته هم وکړه او زیاته يې کړه چې دوی په ښوونيزو او نظامي برخو کې د ورزش د پراختیا له پاره ممکنه هڅې کوي.

همدارنګه يې وروسته له دوو کلنو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د ورزشي فعالیتونو د بیا فعالیدو ژمنه وکړه او هغوی يې د ورزش د پراختیا له پاره وهڅول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

له بېوزلي تر اتلولي؛ د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر

د افغانستان د موی تای ملي لوبډلې ځوان او هڅاند لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر د هغو ورزشکارانو له ډلې څخه دی، چې د ژوند له سختو شرایطو سره- سره یې د بریا لاره خپله کړې او په خپلو نه ستړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۰
Background image

کابل؛ د رزمي ورزشونو فدراسيون ۹۰ روزونکو ته د اسلامي روزنې درې ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت ۹۰ روزونکو ته د «اسلامي روزنې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنيز سمينار د المپيک ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۸:۵۳
Background image

د فوټبال پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پیل شو

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار د فوټبال لوبډلو پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پیل. . .

BACK TO NEWS