کونړ؛ نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۲۹
کونړ؛ نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د نورگل ټايگر او نرنگ سنگين لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه نرنگ سنگين لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو په وټاکه، په ځواب کې نورگل ټايگر لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۷ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

جوزجان؛ منګجک ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د منګجک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په هارون کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اقچې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په کولبقال کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS