په کابل کې د ۱۷ کلنو فوټبال غوره ليګ سياليو د څلورمې اوونۍ پای
د دغو سياليو په لومړۍ او د ليګ په ۱۹مه لوبه کې سرسبز ياشلر لوبډلې خپلې سیالې خراسان فارياب لوبډلې ته د ۵ـ۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.
په دويمه او د ليګ په ۲۰ مه لوبه کې ارمان اف سي لوبډلې خپلې سیالې جوانان فيروزي کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ په کابل کې د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي او ۲۳ ورځې به دوام وکړي.
