غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۲۶
غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې قره باغ زلمیانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان سره د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه په مقابل کې قره باغ اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه د قره باغ زلمیانو لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر وګټله.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې. د ياد سياليو په. . .

BACK TO NEWS