د غزني مرکز کې د دیارسنایي غرختنې لوبډله د خواجه بلغار ولي غرونو ته وختله
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د دیارسنایي غرختنې ۱۸ کسیزه لوبډله د بلغار ولي غرونو ته وختله.
یاده ۱۸ کسیزه لوبډله د بلغار ولي غرونو ۲۵۰۰ متري په واټن لوړې برخې ته وختله او موخه یې د لوبډلې جسمي زیاتوالي چمتوالی، د غرختونکو فني مهارتونه لوړول او ملي سیالیو ته د غرختونکو چمتوالی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
