دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې شېرحسن لومړي او محمد علي دویم مقام خپل کړ.
