پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سټار غوچ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سټار غوچ لوبډلې خپلې سيالې شاهين باليش لوبډلې ته د ۲-۰ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.
