زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې غزنويانو لوبډلې خپلې سيالې شاهين آسمايي لوبډلې ته د ۳-۰ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.
