د ورزش کولو لپاره مهم ټکی

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۶:۵۰

د ورزش کولو لپاره مهم ټکی

د ورزش روزونکي او کارپوهان د یوې ښې لوبې لپاره د دې ټکو په پام کې نیول مهم بولي او په لاندې ډول یې سپارښتنه کوي:

1. د ورزش په جریان کې، د هوا لارې لکه پوزه او ستوني چې سږو ته مستقیم هوا رسوي باید په بشپړه توګه خلاص وي.

۲. ځيګر، د هاضمې سيسټم، زړه او سږي بايد سالم وي او خپل کارونه تقريبا په سمه توګه ترسره کړي.

3. ورزش باید د امکان تر حده په آزادې هوا کې ترسره شي.

4. د ورزش کولو په وخت کې ډیرې جامې ونه لرو او بوټان باید ډیر پڼډ نه وي.

5. بدن مو باید پاک وي، چې اسانه خولې شي.

۶. ماشومان باید د ورزش څخه مخکې په کافي اندازه ډوډۍ وخوري.

7. ورزش باید په ژمي کې سخت او په دوبي کې نرم ترسره شي.

8. ورزش باید په نرمۍ سره پیل شي او په تدریجي ډول شدت ومومي.

9. له خوله کېدو وروسته ازادې هوا ته مه ځئ یا سړې اوبه مه څښئ.

سرچینه: sportexercise77