دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۷
دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د کجران ولسوالۍ په زرد ګلان ورزشي لوبغالي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې عزیزالله لومړی، بشیر دویم او نصرالله بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ. . .

BACK TO NEWS