اسپانیا د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍوال جام اتلولي وګټله
اسپانیا د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍوال جام پایلوبه کې ارجنتاین ته د ۱ – صفر ګول په توپیر ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
د دغه سیالۍ په اضافي وخت کې فېران توریس د اسپانیا لپاره یوازنی ګول وواهه.
اسپانیا یادو سیالیو کې له خپلو اتو سیالیو څخه یوازې په اتو غوره لوبډلو پړاو کې د بلجیم له خوا یو ګول وخوړ، چې په نړۍوال فوټبال کې یې نوی ریکارډ جوړ کړ.
د ویلو ده، چې دغه سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب د ۴۸ هېوادونه په ګډون د جون پر ۱۱مه پیل شوې وې او د جولای پر ۱۹مه پای ته ورسېدې.