پکتیا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د نویو ځوانانو له ډلې څخه نعمت الله لومړی، کفایت الله دویم، رحمن الله درېیم. د ځوانانو له ډلې میوند لومړی، سمیر دویم او عبدالله درېیم او په لویانو کې بيا عصمت الله لومړی، نقیب الله دویم او محمد الله بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
