د کورش افغان ورزشکار د کورش نړۍ والو سیالیو کې ګډون کوي

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۳۷
د کورش افغان ورزشکار د کورش نړۍ والو سیالیو کې ګډون کوي

د کورش افغان ورزشکار جاوید جوهري ‘’ د ازبکستان د ولسمشر ډالۍ’’ په نوم د کورش نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون کوي.

یادې سیالۍ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا، هر کال د فرانسې په کوربه توب په پلازمېنه پاریس کې په ۹۰ کیلو ګرامه او آزاد وزن کې ترسره کېږي، چې تېر کال ارواښاد اسماعیل کاکړ په ۹۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو مډال ترې ګټلی و.

د ویلو ده، چې دغه سیالۍ تر شلو ډېرو هېوادونو په ګډون د جولای پر ۱۷مه پیلېږي او تر ۱۹م به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۱
Background image

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې په نړۍ والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې د تقاعد شویو سرتېرو لپاره په ناسته د والیبال نړۍ‌والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.

دغو سیالیو کې د افغانستان، روسیې، صربستان، میانمار، رونډا او اندونیزیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS