پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې د مرکز او ولسوالیو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ۱۴ تنه د پکتیکا ولایت د سکېټ ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
