لنډې ورزشي جملې
له دې مه وېرېږه چې ورو حرکت کوې، له دې ووېرېږه چې تر اوسه دې حرکت نه دی پیل کړی.
د سیالۍ پیل نه، پای ته يې فکر کوه. (یوسین بولت)
پلمې لټول دې خوبونه له خاورو سره خاورې کوي.
د انسان وړتیا بې کچې ده، نو قوي اوسه او ډېر کار کوه.
هر څه په تا پورې تړلي: ژوند، بدن او ځان دې جوړ کړه.
که له سلو کسانو وپوښتې: د بریا ضد کلمه څه ده؟ ډېری يې وايي ماتې؛ خو دا لویه تېروتنه ده، د بریا ضد کلمه سستي او لټي ده.