غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان لوبډلې خپلې سیالې لېسې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
