د افریقا د ملتونو د کپ سیالیو کې د ګڼې ګوڼې له امله ۸ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شول
د افریقا د ملتونو جام سیالۍ په کوربه هیواد کامرون کې د فوټبال د یو شمیر مینه والو په مړینه او ټپي کیدو سره دوام وکړ.
د اسوشیټیډ پریس په وینا ، د کامرون پلازمینې یائونده کې د "اومبله" لوبغالي مخې ته د مینه والو دګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د دې پیښې لامل لوبغالي ته د بې شمیره مینه والو راتګ بلل شوی دی.