ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې لس تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
