د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق هلمند کې د تکواندو له روانو سياليو څخه ليدنه وکړه

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۳۴
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق هلمند کې د تکواندو له روانو سياليو څخه ليدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او وررش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي د خپل سفر په دوام په هلمند ولایت کې له پنځو کلبونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو له پيل شوو ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ږرزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسيون محمد يوسف کارګر، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د هلمند ورزشي امريت مسوولينو، ورزشکارانو او مينوالو ګډون کړی وو.

په يادو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د خوښې ترڅنګ د ورزشکارانو غوښتنو ته د رسيدګۍ او هر ډول د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه سيالۍ، چې دوې ورځې به دوام وکړي، په پايله کې به ۱۰ تنه د هلمند ولايت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۶
Background image

هلمند؛ د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هېواد له شپږ زونونو څخه د شپږو اتلو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست آریانا لوبډلې په اتلولي د ورزش ادارې د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صفا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۳۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS