په افغانستان کې د ووینام فدراسیون تاریخ

Afzal-af
په افغانستان کې د ووینام فدراسیون تاریخ

د ووینام لوبه د ویتنام د خلکو یو له رسمي لوبو څخه ده دا رزمي لوبه اساسا نرمه او سخته لوبه ده او فزیکي او ذهني روزنه او د ځواک کارول او د سیال عکس العملونه شامل دي.

د ووینام ملي فدراسیون په ۱۳۹۲ کال کې د سید فضل من الله فضلي له خوا د ښاغلي فضلي په مشرۍ د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست او د المپیک له ملي کمېټې سره په رسمی توګه ثبت شوی دی.

په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له خوا د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو په پایله کې سید فضل من الله فضلي د رایو په اکثریت په دې وتوانید چې د 4 کلونو لپاره د ووینام فدراسیون د رییس په توګه وټاکل شي.

دا ورزش د خپلو پخوانیو لوبغاړو لکه فضل من الله فضلي، خاجه عبدالباقي، سید نجیب الله، امرالله او محمد عارف په درلودلو سره توانیدلی چې ډیری ورزشکاران وروزي او په کابل، پروان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، فراه، هرات، بغلان، سمنګان او کندز ولایتونو کې فعالې څانګې لري.

دغه فدراسیون په مرکز او ولایتونو کې ۲۳۰۰ ورزشکاران لري چې له ډلې یې ۵۰ ورزشکاران د ملي لوبډلی غري دي.

ووینام د هېواد په کچه یو له هغو بریالیو لوبو څخه ده، چې په بهرني ورزشي ډګرونو کې یې څه باندې ۳ د سرو زرو، ۶ د سپینو زرو او ۱۳ د برونزو مډالونه ګټلي دي.