پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې درمان زلمیو لوبډلې له خپل ١٦٤ منډو څخه دفاع وکړه او د ٧١ منډو په توپیر یې خپلې سیالې احساس سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
