د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۹
د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په مشري یو څلور کسیز پلاوي زابل ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي آمریت، اداري کارکوونکو او ورزشکارانو سره ولیدل.

په دغه سفر کې له ښاغلي وثیق سره ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختری او د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر مل و، چې په زابل کې یې د فوټبال، والیبال او نیزه وهنې د لوبځایونو په جوړولو خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د زابل ولایت ورزشي مسؤولانو د ورزش ادارې رهبري ته خپلې غوښتنې وړاندې او د ورزش ادارې له رهبري یې وغوښتل، چې د زابل ولایت ورزش او ورزشکارانو ته ځانګړی پام وکړي.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د هغوی غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د دغه ولایت ورزش او ورزشکارانو ته به ځانګړی پام وکړي.

ښاغلی وثیق زیاته کړه چې که د زابل ولایت مقام له لوري دوی ته ځمکه ځانګړې شي، نو ژر به پکې د فوټبال، نیزه وهنې او دغه راز د معیاري جمنازیوم د جوړلو چارې پیل کړي.

په ورته وخت کې د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر هم وویل چې که د لوبغالي لپاره ورته ځمکه ځانګړې شي نو ژر به پکې د فوټبال نړۍوالې ټولنې (فیفا) له لوري پکې د مصنوعی لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۱
Background image

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې په نړۍ والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې د تقاعد شویو سرتېرو لپاره په ناسته د والیبال نړۍ‌والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.

دغو سیالیو کې د افغانستان، روسیې، صربستان، میانمار، رونډا او اندونیزیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS