کابل؛ د اتلتیک دوه کسیزه لوبډله د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د اتلتیک ملي فدارسیون دوه کسیزه لوبډله ( یو ورزشکار او یو پلاوی ) د ځغاستې له ۲۳ کلنو کم عمره د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ګډون په موخه د یاد ریاست له فني او مسلکي مرستیال سره تر لیدنې وروسته چین هېواد ته ولاړه.
د خدای پامانۍ په دغه لیدنه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، یادې لوبډلې ته د بریالیتوب ترڅنګ هیله وښوده، چې دغه ډول سیالیو کې ګډون به د افغانستان د اتلتیک ورزش د ودې او د لوبغاړو د تجروبو په ترلاسه کولو کې ګټور او اغیزمن تمام شي.
په یادو سیالیو کې به د افغانستان په استازولۍ، مجتبی فقیرزاده د لوبغاړي په توګه او ساحل امیري د پلاوي په ډول ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې د ځغاستې له ۲۳کلنو کمعمره د اسیا اتلولۍ سیالۍ به د بېلابېلو هېوادونو د ۲۳ کلنو لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو واټنونو کې د روانې جولای میاشتې له ۹مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د چین په کوربتوب د دغه هېواد په اوردوس ښار کې د اسیا اتلتیک فدراسیون تر نظر لاندې ترسره شي.
