لوګر، چرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د اوړي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې سیدا ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۶/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
