خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې تڼیو منتخبې لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې اجمل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
