پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو بایلوبه کې ګلشاخېل ب لوبډلې د یو پر صفزګر ګول په توپیر خپلې سیالې ستاره های قلندری ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو به موخه ترسره شوې، چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ.
