بادغیس کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف درجه لیګ سیالۍ پیل شوې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او روزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف درجه لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍلوبه کې اتحاد بیک ها لوبډلې خپلې سیالې بادغیس اف سي لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د بادغیس ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د لومړي او دویم مقام ګټلو لوبډلو لاره موندل دي.
