خوست: د نهو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د ازادو مسابقاتو په موخه وزن کشي ترسره شوه
د خوست ولایت په اماني ملي لوبغالي کې د نهو ولایتو د لوبغاړو ترمنځ د ورزن کشۍ مراسم تر سره شول.
هغه مراسم ،چې په همدې موخه نن ورځ د خوست په ورزشي امریت کې نیول شوي وو، پکې دخوست ولایت ورزشي امر ، د دې مسابقاتو جوړوونکي نعمت الله همت ، استادانو ، ورزشکارانو او دورزش مینه والو برخه اخیستې وه.
په پیل کې دخوست ولایت ورزشي امر عطا الله کډوال ټولو مېلمنو لوبغاړو ته ښه راغلاست ووایه او همدارنګه یې د خوست په ورزشي بهیر خبرې وکړې.
کډوال همدارنګه ټولو مېلمنو لوبغاړو ته د د هرډول همکارۍ وعده ورکړه.
له مراسمو وروسته د وزن کشۍ مراسم پیل شول، چې (۱۴۰) پایټرانو پکې برخه واخیسته.
د یادولو وړ ده، چې سبا ورځ به د ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم د راغلیو لوبغاړو وزن کشي ترسره شي .
