پکتیکا کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ وشوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ په ملت پارک کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې خان محمد حلیم لومړی، محمدطاهر دویم او دورمحمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ د سکېټ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
