ننگرهار کې د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ورزش رياست په همکارۍ، د بدن ښکلا او فټنيس فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۶۰ تنه غوره ورزشکاران د ننګرهار منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکاران ټاکل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
