هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د احسان او سميع نورزي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه احسان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سميع نورزي لوبډلې ياد هدف په ۱۲م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۷ ویکټو په توپیر وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۷ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS