د تخار ولایت په اشکمش کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۹:۱۸
د تخار ولایت په اشکمش کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د وزلوبې جالبې سیالۍد دوه ورځو لپاره د تخار، کندز او بغلان ولایتونو د چاپ اندازانو ترمنځ ترسره شوې.ددې سیالیو د ګډونوالو له منځه صبغت پهلوان، شبیر احمد پهلوان او سمیع الله پهلوان نسبتأ ښه وځلېدل او ورستیو کې په نفدي او معنوي ډالیو هم ونازول شول.په تخار ولایت کې د وزلوبې د فدراسیون د مسؤلین په خبره ددې سیالیو موخه د څنګلورو ولایتونو له لوبغاړو سره د ښو اړیکو ساتل او د شمال شرقي زون په سطحه د وزلوبې پرمختګ ۇ چې په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS