هلمند؛ موسی قلعه ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د موسی قلعه ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ د مارجې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مارجې او آريانا لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه مارجې لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې اريانا لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۳۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۷ منډو په توپير وبايلله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
