لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یادو لایت مرکز مهترلام ښار اړوند ده زیارت بنګي کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حاجي جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حاجي جاوېد لوبډلې د د ۳ پر یو میدن په توپیر خپلې سیالې میر حسن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
