هلمند؛ خانشين ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د "اتحاد" په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې صفاء افغان لوبډلې خپلې سيالې خوشحال لوبډلې ته د ۳-۰ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو سالم مصروفیت په موخه ترسره کېږي او درې اوونۍ به دوام وکړي.
