پکتيکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د تندر او سرحدي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه تندر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف کېښود، په ځواب سرحدي لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۸ ویکټو په توپیر وگټله.
دا سیالۍ د ځوانانو د يووالي او د لوی اختر لمانځلو په موخه ترسره کېږي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
