هلمند؛ مرکز لښکرگاه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۹:۴۱
هلمند؛ مرکز لښکرگاه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز لښکرگاه ښار په بولان سيمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بارک او عبدالولي ماما لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه بارک لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف کېښود، په ځواب کې عبدالولي ماما لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۶ منډو په توپير وبايلله.

دا سیالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه وشوې، چې ۱۱ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS