هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۹:۳۹
هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په بازار سيمه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د اتفاق اتلانو او اتفاق ب لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه اتفاق ب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۵۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې اتفاق اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د‌ ۶۵ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS