جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۳۶
جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مردیان ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۲۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او دودول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۹
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۷
Background image

خوست کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ليګ پيل شو

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز چيغۍ کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د متحد جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ ليګ پيل شو.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۵
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS