پروان؛ مرکز چاریکار ښار کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د شمال زون د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز چاریکار ښار کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د شمال زون د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د پهلوانانو ترمنځ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۰ تنه پهلوانان د شمال زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د غوره پهلوانانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
