میدان ودرګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۲۲:۱۹
میدان ودرګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکاري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه.

په دغې مېله کې  د میدان وردګ والۍ ملا خیرالله خیرخواه، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو او ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې ورزشکارانو پکې د جمناستک او تکواندو نندارې ترسره کړې او همداراز د کتاب، لاسي صنایعو او د هېواد تاریخي سیمو بېلاېبل انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

د میدان وردګ والي ملا خیرالله خیرخواه دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي میلې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورور ولۍ په برخه کې خورا اړینې او مهمې وګڼلې او له ولسونو یې وغوښتل چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتي او هیچا ته اجازه ورنکړي چې د قومونو ترمنځ ستونزې او شخړې رامنځته کړي.

ښاغلي خیرخواه دغه راز د میدان وردګو له خلکو وغوښتل، چې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت، ټولنیز نظم ساتلو او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه د ا.ا.ا سره همکار پاتې شي.

دغه ورزشي او فرهنګي ګډه مېله د ولسونو د یووالي او د کلتوري ارزښت ساتلو په موخه ترسره شوه، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۸
Background image

ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګي محب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د رسۍ کشولو سيالۍ د خال محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د څلورو لوبډلو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د مرکز تالقان په ښاروالۍ چمن کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه. . .

BACK TO NEWS