افغان تکواندوکار احسام رحیمي اسیایی سیالیو کې جاپاني سیال ته ماته ورکړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۴۷
افغان تکواندوکار احسام رحیمي اسیایی سیالیو کې جاپاني سیال ته ماته ورکړه

د تکواندو افغان ورزشکار احسام رحیمي اسیایي سیالیو ته د لارموندنې سیالیو کې جاپاني سیال ته په ۵۴ کیلو ګرامه وزن کې د ۲ -۱ امتیازونو په توپیر ماته ورکړه.

همدارنګه علی اکبر امیري خپله لومړۍ لوبه په ۸۷ کیلو ګرامه وزن کې چیني سیال ته بایلوده.

دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ ورزشکاران او دوه روزونکي ګډون لري.

د ویلو ده چې یادې سیالۍ د ۳۴ هېوادونو په ګډون د منګولیا هېواد په کوربه‌توب په اولان باتور ښار کې نن ( د مې ۲۱مه) پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS