افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې
د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.
همدارنګه فیاض احمد ابراهیمي په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې لومړۍ لوبه تاجکستاني سیال ته بایلوده او دویمه لوبه کې به له ازبکستاني سیال سره د سیالۍ میدان ته ښکته شي.
یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون، چې د هېواد په استازولۍ ا پنځه ورزشکاران، یو هیئت او یو روزونکی پکې ګډون لري، د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي او د مې ۲۰مې به پای ته ورسېږي.
