کندز: اتحاد مسلم بېک لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس شهرک کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليگ سيالۍ د اتحاد مسلم بېک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اتحاد مسلم بېک لوبډلې خپلې سيالې مراد شیخ کلب لوبډلې ته د ۴-۱ په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو او د غوره لوبغاړو موندلو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۳۰ ورځې يې دوام وکړ.
