د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۹
د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د پسرلني جام په نوم له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې نوآباد کلب لوبډلې لومړی، ورزش کلب مرکز شهر دويم او مقر ولسوالۍ کلب درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او ورزش ته يې هڅول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، د اتلولۍ کمربندونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

زابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د نويو ځوانانو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS