ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ګلاهي ارباپانو لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر خپلې سیالې شینواري ینګ ټایګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
