بلخ کې بې جوازه سپورټي کلبونه وتړل شول
نعیم پرهېز
سه شنبه، مرغومی۲۱، ۱۴۰۰
بلخ کې څه موده وړاندې د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست هغو ورزشي کلبونو ته نېټه ټاکلې وه چې جوازونه ترلاسه او یا ورته نوم لیکنه وکړي.
د یاد ریاست په خبره چې د دوی له لوري ټاکل شوې نېټه پای ته رسېدلې او تېره ورځ یې له هغو ورزشي کلبونو لیدنه وکړه چې قانوني جوازونه یې نه لرل او یا یې هم د نوم لیکنه نېټه پوره شوې وه.
د دوی په خبره هغه ورزشي کلبونه یې تړلي چې قانوني جوازونه یې نه دي ترلاسه کړې او زیاتوي چې دا لړۍ به دوام وکړي.
