سرپل کې د ا.ا په نوم د کرکټ سیالیو پیل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۱:۳۷
سرپل کې د ا.ا په نوم د کرکټ سیالیو پیل

نعيم پرهېز

دوشنبه، مرغومی ۲۰، ۱۴۰۰

سرپل ولایت کې د نهه لوبډلو ترمنځ د ا.ا په نوم د کرکټ سيالۍ پیل شوې.

دغه لوبډلې په دوو ګرپونو کې د یو بل پر وړاندې لوبيږي چې دا ټورنمنټ به دوې ورځې دوام وکړي.

د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د ملکزي او بلوڅ لوبډلو ترمنځ وشوه چې د بلوڅ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

هېره دې نه وي چې. ملکزی، بلوڅ، منګوټی، سیداباد، خارکش مامک، بلوڅ ځوانان، خارکش اتحاد، جوزجان اتلان او حاجي محمد عمر هغه لوبډلې دي چې په دې ټورنمنټ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو بایلوبه. . .

BACK TO NEWS