زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ، چې په ۱۰۰ کلیو متري واټن ترسره شوې، په پايله کې يې فايد الله لومړی، بسم الله دويم او احسان الله بيا درېيم مقام خپل کړ.
